Wednesday, September 18, 2013

د سمارت فون لپاره د یوه هالنډي وړاندې شوې طرحه

کله مو د کوم نوی ماډل مبایل (سمارت فون) د اخیستو تکل کړی؟ هو کیدای شي... هغه وخت سړی څومره سرګردانه وي، د یوه  کمره ښه نه وي ، د بل چارچ ښه نه وي، د بل زیرمه ښه نه وي، د بل چټکتیا په زړه پورې نه وي او همداسې نور خصوصیات...
نو سړی په ټولو ښېګڼو برابر مبایل ټلیفون (سمارت فون) نشي موندلای، او که چیرته یې پیدا هم کړي نولږه موده وروسته په بازارکې تر دغه نوی مبایل ټلیفون (سمارت فون) راوتلی وي چې له یو بل سره ډیر کم توپیر لري، لکه سمسنګ ګلکسي ایس درې، او څلور، آیفون څلور او پنځه او داسې نور..چې یوازې کمره یې ښه وي، چارچ لږ ډیر ساتي او یا یې په فیزیکی جوړښت کې لږ څه ښه والی راغلی وي لکه آیفون پنځه چې لږ تر څلور اوږد دی.
دا نو بس مارکیټ دی چې پلورنکي پکې خپل کار او بار کوي ، او پېرېدونکي یې په دې خوښ دی چې زما د مبایل کمره ښه ده او یا یې چټکتیا ډیره ده
Dave Hakkens د سمارت فون لپاره یوه نظریه وړاندې کړې چې کیدای پېریدونکی یې اړ نه وی چې موده وروسته خپل مبایل بدل کړی او ډیرې پیسې پرې ورکړي.

ددې مبایل فون هرڅه داسې ډیزاین شوي چې د بدلولو وړ دي او سړی کولای شي چې کمره یې ورته د خپلې خوښې سره برابره واخلي او یایې د ډیر چارچ د اړتیا په صورت کې ورته ستره بټرۍ واخلي او په همدې ډول کولای شي د کلونو کلونو لپاره په خپل زړه او د ورځې له تکنالوژی سره برابر سمارت فون ولري، عکسونه یې وګورئ تاسو پکې څه وایئ!؟






No comments: