Friday, September 13, 2013

جاکارتا کې به د پیریوري ۸۸ په نامه یو عمودي ښارګوټی جوړ شي


د ایم وي آر ډي وي ، جوردي او آریوپ کمپنیو د یو ګډ ګار په نتیجه کې د جاکارتا ښارته چې د اندونیزیا پلازمینه ده د یوه عمودي ښارګوټي ډیزاین جوړ شوی. دا ښارګوټي به د اوسیدو اپارتمانونه، جوماتونه، روغتون، دفترونه، مارکیټونه، په لاندې پوړو کې څلور چته د موټرو پارکینګ، د لامبو حوضونه، تفریحی پارک، رستوراتونه او په اخر چت کې به یو هوټل چې د ښار منظره به ترې کیږي ولري.
دا ښارکوټی چې د څلورو سوو مترو په جګوالي او د اته اتیاوو جتونو په درلودلو سره به د یوه واړه ښار په ټولو اړینو خدمتونو به سمبال وي، له مخې نه د هندسي اشکالو یو مرکب دی خو په ډیزاین کې  پنځه ستنیزه سترکچر دي چې پنځمه ستنه به یې اصلي ستنې په استازیتوب  تر ټولو لوړیږي .
ډاویټ روجیرس چې د مهندسینو مشر هم دي وویلي چې که چیرته ددوي ډیزاین قبول شي نو ودانیز کار به یې هم ډیر ژرپیل شي.








No comments: