Thursday, November 22, 2012

د نړۍ تر ټولو ستر او په زړه پورې لوبغالی


د یوه ریښتیني واقعت په ډول دا یوه څرګند او منل شوی اصل دی چې سپورتي لوبې د جګړې د ټغر په ټولولو کې یو مهم رول لوبلولی او ملتونه یې د جګړیزې سیالۍ نه هغو سیالیو ته رابللي چې پایله یې تباهي، نیستي او دښمني نده، نو جاپانیان دې اصل ته په درنښت غواړي د نړی ترټولو ستر او یو په زړه پورې هندسي شکله لوبغالی د هغه لوبغالي په ځای  چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لوبو کوربه و جوړ کړي.

ددې لوبغالي مهندسي ډیزاین د یوې داوطلبۍ په ترڅ کې د جاپان د مهندسۍ د علم یوه نامتو انجنیر Tadao Ando (تادو اندو) لخوا د داوطلبو کمپنیو لمړنیو ډیزاینوته په کتلو سره د انګلستان میشتې زها حدید zaha-hadid  کمپنۍ ته ورکړل شو ،چې دا کمپنۍ د عراقي اصله انګریزې مهندسې زها حدید ده چې حدید د مهندسي په ډګر کې ډیرې ویاړنې خپلې کړې دي ،چې په ۲۰۰۴ کال کې د فریدزکر او په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې د سترلنګ جایزو کټونکې  شوې هم ده.
په دې داوطلبۍ کې د استرالیا د Cox Architecture د جاپان د Kazuyo Sejima of SANAA او Nikken Sekkei کمپنیو هم ګډون کړی وو.  

وړاندې تر دې چې دا لوبغالی د کومې اولمپیکي سیالۍ کوربه شي د Rugby World Cup  سیالی به په دې لوبغالي کې په کال ۲۰۱۹ کې وشي.
دا ډیزاین سیمې ته منسوب سمبولیک ډیزاین دی چې د سیمې طبعیي او مهندسي جوړښت ته به نوره هم ښکلا ورکوي او دا به نورې نړۍ ته د جاپان لخوا د راتلونکې په زړه پورې ډیزاین یو زیري وي.    
ددې لوبغالي ډیزاین چې د حدید د دریو لسیزو کار او څیړنو وروسته یوه نوې پنځونه ده، یو بل سره نښلیدونکې ستره کچره به وي او د ښاري ترانسپورتي سیستم لپاره به هم ددې لوبغالي له جوړښت سره سم لارو ته لار ورکړي.

No comments: