زما د کمپیوټر ویندوز ډیر دروند شوي وو زړه مې وشو چې یو تازه ویندوز ورته واچوم ګورم چې ډي وي ډي دیسک نه لرم چې د انټرنیټ نه ویندوز ډونلوډ کړم او پرې رایټ یې کړم
یو وخت کې مې اوریدلي وو چې له یو اس بي یا فلش دیسک نه هم ویندوز نصبیږي خو زه پرې نه پوهیدم او دا لاندې معلومات مې له انټرنیټ نه را پیدا کړل تر څو ویندوز په فلش ډیسک کې واچوه او انستال مې کړ هغه مې په لانډې ډول لمړي بوټیبل فلش دیسک جوړ کړ او بیا مې ورته د ویندوز فایلونه کاپي کړل او له هغه نه مې نوی ویندوز ۸ نصب کړ.
1: داسې یو فلش دیسک چې ویندوز پکې ځای شي راواخلی او که کوم مهم څه وو پکې هغه ترې بل ځای خوندي کړي ځکه چې فارمټ کوو.
2: د Run له لارې د CMD کماڼډ اجرا کړي
کله چې د کمانډ فرومټ وینډو راخلاصه شوه نو هلته بیا DISKPART ولیکی او انټر یې کړي ترڅو همدې کمانډفرومټ ته ورته بله وینډو راخلاصه شي. نو په دې ویندو کې به LIST DISK ولیکی چې دا به تاسو ته ستاسو کمپیوټر ته نښتي دیسکونه چې یو مو هارډ دیسک دی او بل به مو فلش دیسک وي درته لیست او وبه یې ښیي.
3: کله درته دیسکونه لیست شول نو دې وخت کې به هغه ډیسک یا فلش دیسک چې تاسو غواړي هغه بوت ایبل جوړ کړي په نښه کړي چې ددې کار لپاره به دا کمانده ولیکي چې زما په کمپیوټر کې زما فلش په دیسک یو کې راځي.
SELECT DISK 1 (Replace DISK 1 with your disk number)
CLEAN
CREATE PARTITION PRIMARY
SELECT PARTITION 1
ACTIVE
FORMAT FS=NTFS
(اوس ستاسو فلش فارمټ کیږي چې یو څه وخت به ونیسي نظر ستاسو د سیستم چټکتیا او د فلش ډیست ظرفیت ته)
ASSIGN
EXIT
کله مو چې ایګزیت ووهلو نو دا وینډو به بنده شي او دا وخت به تاسو هغه د ویندوز د انسټالیشن فایلونه فلش ته کاپی کړي او کله مو چې فایلونه کاپي کړل نو بیا به د کمانډ فرومټ وینډو کې دا لاندې هغه ځای ته لاړ شي له کوم ځایه چې دا وینډوز فایلونه راکاپي کړي دي. مثلان که چیرته مو دا ډي وي ډي روم نه کاپي کړي وي او دهغه ډرایو حرف ډي وي نو دې ادرس ته به داسې لاړ شي D: CD BOOT او بیا وروسته چې به دا لاندې کمانډ اجرا کړي
No comments:
Post a Comment